
ایکنانیوز د الکفیل له قوله راپور راکړ، شیخ عبدالفتاح طاروطي، چې د مصر د قرآن کریم د قاریانو د اتحادئې مرستیال هم دی، وویل: د حسيني سپېڅلې آستان له خوا د قرآن د حفظ له پروګرامونو او کمپاینونو ملاتړ یو لوړ او ارزښتناک پیغام دی چې نړیوال اغېز لري او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د قرآن کریم د نور د خپرېدو سبب ګرځي.
هغه دا څرګندونې د قرآن د نړیوالې اوونۍ په مراسمو کې وکړې چې د حسيني آستان له خوا د ۳۰ هېوادونو په ګډون ترسره شوې.
طاروطي زیاته کړه؛ کله چې حسيني آستان د قرآن د حفظ له پروګرامونو او طرحو ملاتړ کوي، په حقیقت کې د قرآن کریم هغه نور خپروي چې د رسول الله(ص) د اهلبیتو له عطر او معنویت سره مل دی. دا یو ستر پیغام دی چې ټول ئې باید درک کړي.»
نوموړي وویل: دا رول د خدای د کتاب او د هغه د حافظانو د خدمت لپاره د لوړې کچې پاملرنه څرګندوي.»
هغه همدارنګه ټینګار وکړ: دا ملاتړ د قرآن کریم لپاره د درناوي او تعظیم تر ټولو لوړه بېلګه ده او د رسول الله(ص) او د هغه د پاکو اهلبیتو سره د مینې حقیقي معنا انځوروي.
د حسيني سپېڅلې آستان د قرآن کریم او د هغه د علومو برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او د بېلابېلو قرآني پروژو ملاتړ کوي چې د قرآن حافظان په په بر کې لري، همدارنګه په عراق او د اسلامي نړۍ په نورو هېوادونو کې د قاریانو ملاتړ هم کوي.
په دغو هڅو کې په ترسره کونکو فعالیتونوکې ؛
د قرآني محفلونو جوړول،
د تخصصي روزنیزو کورسونو پیلول،
د نړیوالو سیالیو ملاتړ،
او له بېلابېلو هېوادونو څخه د قرآني پلاوو کوربتوب شامل دی.
د کربلا د قرآن د نړیوالې اوونۍ په پروګرامونو کې، د قرآن کریم د تلاوت او حفظ په برخې کې د Karbala International Quran Award پنځمه نړیواله جایزه، د ځوانو قاریانو لومړۍ نړیواله سیالي، د «نبأ عظیم» په نوم د خطاطۍ څلورم نندارتون او نور قرآني پروګرامونه شامل دي
دغه سیالۍ به د کربلا د قرآن د نړیوالې اوونۍ تر پای پورې، یعنې د غبرګولي تر ۲۱ نېټې پورې، د Imam Husayn Shrine په سپېڅلي حرم کې دوام ولري.
د سیالیو وختونه د عراق په وخت:
د ماسپښین له ۴:۰۰ څخه تر ۶:۰۰ بجو پورې،
او د شپې له ۸:۳۰ څخه تر ۱۰:۰۰ بجو پورې ټاکل شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4357376